په افغانستان کښې ۷۵ سلنه د جونو سکولونو پرانستل شوي دي: مولوی امیرخان متقي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي چې د افغان پلاوي سره د پاکستان په دوره راغلې وو، په یو بیان کښې ویلي دي چې په افغانستان کې ۷۵ سلنه د نجونو ښوونځي پرانیستي دي

د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتیوت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرامیر خان متقي ویلي دي چې په افغانستان کښې د پاکستان په ضد عناصرنشته او نه به دوی له اجازت ورکړو چې د پاکستان په ضد د افغانستان خاوره استعمال کړي.
نوموړې وایی چې په افغانستان کشې عبوري حکومت په خپله پوره هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد ونه کاروي.
هغه دا هم اوویل چې په افغانستان کښې زیات د ښځینه تعلیمي ادارې پرانستل شوي دي او د نورو سکولونو د پرانستلو لپاره هم انتظامات روان دي.
https://twitter.com/khabar_afghan/status/1459451423050149890

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *