د ا.ا.ا ننګرهار ولایت کې پر مسجد د برید پۀ تور درې کسه نیولي دي
د ا.ا.ا ننګرهار ولایت کې پر مسجد د برید پۀ تور درې کسه نیولي دي
تېره ورځ د دې ولایت سپین غر ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه چې پهکې درې کسان ووژل شول او تر ۱۵ ډېر تپیان شول.
(2021 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د شوې چاودنې درې عاملان نیولي دي.
ښاغلي مجاهد په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، د دې چاودنې له عاملانو سره به د اسلامي شریعت له حکمونو سره سم چلند وشي.
نوموړي په دې اړه لا ډېر جزییات نهدي ورکړي.
تېره ورځ د دې ولایت سپین غر ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه چې پهکې درې کسان ووژل شول او تر ۱۵ ډېر تپیان شول.
اړوند موضوعات:
ننګرهار کې د لمونځ کوونکو منځ کې چاودنه شوې ده
که څه هم تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نهدی منلی، خو په ننګرهار کې ډېری دغسې بریدونه د داعش ډله کوي.