د نړۍ هیوادونه باید افغان اولس سره بشري مرستې وکړي: چوهدري فواد حسین

0
100

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فوادحسېن په پاکستان کښې د بهرنیو هیوادونو د سفارتخانو له مطبوعاتي اتاشې سره خبرې کړي دي.

فواد چوهدري د بهر هیوادونو نمایندګانو ته په ډاګه کړه چې افغانستان یو لوی هیواد دی چې ۴۰ میلیونه نفوس لري، د افغانستان په اړه د اکانومسټ ویب پانړې تازه راپور اندیښمن دی، چوهدری زیاته کړه چې په داسې حال کې چې افغان ولس په بې وزلۍ کې ژوند کوي، نړۍ باید د افغانستان د جنګ ځپلي اولس سره بشري مرستې وکړي.
د پاکستان وفاقي وزیر اوویل چې د افغانستان نه داسې راپورون هم راځي چې وايي واړه ماشومان د خوراک لپاره پلورل کیږي، هغه زیاته کړه چې مونږ په افغانستان کې یو جامع حکومت غواړو خو په افغانستان کښې د بشري ناورین په اړه اندېښمن هم یو.
د افغانستان په موجوده امنیت په اړه هغه اوویل چې مونږ ویره لرو چې که په افغانستان کې وضعیت خراب شي، نړیوال ترهګریز سازمانونه به ترې ګټه پورته کړي او افغانستان کښې به یو ځل بیا بدامني او ترهګري خپره شي.
وفاقی وزیر اوویل چې که په افغانستان کې حالات خراب شي نو په دې هیواد کښې به یو ځل بیا د القاعده، داعش او ممنوعه ټي ټي پي خپل مرکزونه جوړ کړي ، هغه اوویل چې مونږ غواړو او باید چې مونږ ټول د داسې وضعیت مخه ونیسو ، هغه زیاته کړه چې د ترهګرو مخه نیولو لپاره په افغانستان کښې امن او سوکالي د نن وخت ضرورت دې.

Leave a reply