په قامی کچه په پولیو کمپاین کښې ښه رول، د نوښار افسرانو له اعزازي سندونه ورکړې شول

0
286

باغي ټي وي رپورټ
انتظامي افسرانو او نور اهلکارو ته د پولیو د ویکسین په کمپاین کښې ښه خدمتونو ترسره کولو په وجه د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګې او ایمرجنسي اپریشن مرکز له اړخه ددوی کار ستاینه کړې او دې افسرانو او نور اهلکارو ته اعزازي سندونه ورکړي دي.

په دې مناسبت سره د یوې غونډې تابیا شوې وه ، په دې غونډه کښې ایډیشنل ډپټي کمشنر آصف علی خان, ایډیشنل ډپټي کمشنر مس وزیر, اکاونټس آفیسر نوښار نوید الرحمان, سپرنټنډنټ زاهد الرحمان, پرسنل اسسټنټ ایډیشنل ډپټي نوښار وقاص خان خټک, پبلک ریلیشنز آفیسر ضلعی انتظامیہ نوښار لاٸق زادہ لاٸق ته د پولیو د مخنیوی لپاره په قومې کچه ښه خدمتونو ورکول لپاره د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ایمرجنسي مرکز له اړخه اعزازی سندونه ورکړل شول او ددوي خدمتونه په ښو ټکو کښې وستایل شول.
د افسرانو او سرکاري اهلکارو د ستاینې لپاره را جوړ شوي ددې غونډې مشر میلمه د صوبایی اسمبلۍ غړې ادریس خټک وو.

Leave a reply