د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي ایتازي پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې د طالبانو پر وړاندې دې متحدانه عمل وکړي 

0
221

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي ایتازي پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې د طالبانو پر وړاندې دې متحدانه عمل وکړي 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ترویکا غونډه کې‌ وويل، چې هيڅ هيواد په افغانستان کې کورنۍ جګړه او د روان بشري ناورين دوام نه غواړي. نوموړي ټینګار کړی، چې له اوسني وضعيت څخه د وتو لپاره له طالبانو سره د نړۍ تعامل ضروري دی.

 

(2021 / 11 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ وايي، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه او په يوه غږ عمل وکړي.

نوموړي په پاکستان کې د ترویکا له پرونۍ غونډې وروسته ويلي، چې په غونډه کې ټينګار شوی څو طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د خپلو ژمنو عملي کولو ته مجبوره کړل شي.

اړوند موضوعات: 

 د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې  د ا.ا.ا د پة رسمیت پېژندلو لپاره مو مشورې پیل کړې دي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ترویکا غونډه کې‌ وويل، چې هيڅ هيواد په افغانستان کې کورنۍ جګړه او د روان بشري ناورين دوام نه غواړي. نوموړي ټینګار کړی، چې له اوسني وضعيت څخه د وتو لپاره له طالبانو سره د نړۍ تعامل ضروري دی.

د ترویکا غونډې ګډونوالو هوکړه کړې چې له طالبانو سره په تعامل کې ووسي څو هغوی منځلارې پالیسي ګانې عملي کړي او په دغه هیواد کې هوساینه او ثبات ډیر ژر رامنځ ته شي.

Leave a reply