د پاکستان او افغانستان د ګډې اتحادې پلاوي په اسلام آباد کښې چارواکو سره ملاقات کړې
باغي ټي وي رپورټ
ضیا سرحدی(د پاکستان او افغانستان د شریکې خونې مرستیال) په تورخم پوله کې د پاکستان او افغانستان د شریکې خونې مشر خان جان الکوزي په مشرۍ د افغان پلاوي تود هرکلی اوکړو، د افغانستان د سوداګرو پلاوې د نومبر په 10لسمه نیټه اسلام اباد ته په اتم فوکس ګروپ غونډه کې د ګډون لپاره راغلی وو.
د پاکستان او افغانستان د شریکې خونې رییس خان جان الکوزي د تورخم له لارې د تګ راتګ په اسانه کولو کې د د پاکستان او افغانستان د شریکې خونې مشرانو او ګمرک چارواکو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د تیرې ناستې نه پس څه ستونزې هوارې شوې دي،هغه زیاته کړه چې دوی باور لري چې دا ځل به هم ډیر څه ترلاسه شي، پلاوي د تورخم ګمرک افسرانو د پلاوي سره هم لیدنه وکړه او د تورخم د ګمرک مشر محمد طیب سره یې پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
افغان پلاوي بیا د ګمرک مرکزي دفتر – پېښور ته لاړل چې هلته د پېښور ټرانزیټ رییس ارباب قیصر حامد او امجد الرحمن د ګمرک ارزونې کلکټر لخوا افغان پلاوې ته ښه راغلاست اوویل. خان جان الکوزي د ګمرک مشرانو له میلمه پالنې او او د افغان پلاوي ته عزت ورکولو لپاره مننه وکړه . نوموړي د دې سفر موخه هم څرګنده کړه او ويې ويل، چې په پوله کښې رامخې ته شوې ستونزې بايد هوارې کړې شي چې مسافر او د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته اسانیتاوي پیدا شي.
الکوزي وویل، د پاکستان او افغانستان د شریکې خونې تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه او ټرانزیټي سوداګرۍ د پراختیا او د ستونزو هوارولو لپاره کار کوي ، هغه زیاته کړه چې زبیر موتیوال په ملاتړ اومشرۍ کښې دغه خونه د پام وړ پرمختګ کوي. الکوزي همدارنګه د PAJCCI د مرستیال ضیا سرحدي څخه هم مننه وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم غړې دې او هر وخت ی کوششونه کړي دي چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده وکړه چې د دواړو هیوادونو معیشت ښه شی او د دواړو هیوادونو اولس خوشحال ژوند تیر کړي.