هند کې د افغانستان پۀ اړه غونډه؛ سیمییز هېوادونو لۀ افغانستان پر همکارۍ ټینګار کړی 

0
70

هند کې د افغانستان پۀ اړه غونډه؛ سیمییز هېوادونو لۀ افغانستان پر همکارۍ ټینګار کړی 

ګډونوالو په افغانستان کې له اوسني بحرانه د سیمې هېوادونو ته پر خپرېدونکو امنیتي ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې ده او په یو غږ یې په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

 

(2021 / 11 / 10  نېټه باغي ټلوبزیون)

بشپړ راپور 

د هندوستان په پلازمېنه نوي ډیلي کې نن د روسیې او ایران په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ناسته جوړه شوې وه او په دغه هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته په امنیتي اندېښنو بحثونه شوي دي.

ګډونوالو په افغانستان کې له اوسني بحرانه د سیمې هېوادونو ته پر خپرېدونکو امنیتي ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې ده او په یو غږ یې په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

اړوند موضوعات: 

 هند د افغانستان پۀ اړه کنفرانس جوړوي؛ ګڼ نړۍوال هېوادونه پکښې ګډون کوي 

په دغه غونډه کې د اووه هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ویلي چې دوی باید د افغانستان ملاتړ وکړي څو د پراخېدونکې ترهګرۍ مخه ونیول شي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ویلي چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د سیمې پر وضعیت مستقیم اغېز لري او دا د سیمه ییزو هېوادونو ګډ مسوولیت دی چې یو بل سره تعامل او همکاري وکړي، ځکه د ده په وینا د افغانستان په اړه پوره همغږي او سلا مشورې به مثبتې پایلې ولري او په افغانستان کې به د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې نورو ګډونوالو هم په افغانستان کې ثبات د سیمې په ګټه بللی او پر ګډو همکاریو یې ټینګار کړی دی.

Leave a reply