چین وايي چې امریکا او دیموکراسۍ خپل باور لۀ لاسه ورکړی دی

چین وايي چې امریکا او دیموکراسۍ خپل باور لۀ لاسه ورکړی دی
هغه ویلي چې تر وروستیو ماتو وروسته نه یوازې امریکا بلکې ډیموکراسي هم خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. وانګ ونبین زیاته کړې ده چې امریکا یو ځل بیا هڅه کوي چې د نورو هېوادونو په چارو کې په مداخلې سره د سیمې او نړۍ ثبات له ګواښ سره مخ کړي.
(2021 / 11 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نورو هېوادونو ځانګړې توګه د افغانستان او سوریې په چارو کې د امریکا مداخلې ته په اشارې ویلي چې دا اقدامات د سیمې او نړۍ امنیت د تضعیف مانا لري او متحده ایالاتو ته په کار ده چې د نورو په چارو کې له مداخلې په کلکه ډډه وکړي.
هغه ویلي چې تر وروستیو ماتو وروسته نه یوازې امریکا بلکې ډیموکراسي هم خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. وانګ ونبین زیاته کړې ده چې امریکا یو ځل بیا هڅه کوي چې د نورو هېوادونو په چارو کې په مداخلې سره د سیمې او نړۍ ثبات له ګواښ سره مخ کړي.
هغه څرګنده کړې ده چې په افغانستان، سوریه او عراق کې د امریکا د تش په نوم ډیموکراسي او بشري حقونو دفاع وښوده چې دغه هېواد په همدې شعارونو سره د ثبات او ارامۍ پر ځای، اندېښنې او ګډوډۍ نړیوالو ته په میراث پرېښي دي، نو غوره ده له دې وروسته د نورو په چارو کې د مداخلې پر ځای خپلو ستونزو ته رسېدګي وکړي.





