رشوت د قامونو اخلاقیات تباه کوي: عمران خان

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کښې ویلي دي چې کرپشن یو ډیر بدعادت کاو کار دې او د رشوت په وجه د نړۍ قامونو تباه کیږي.
عمران خان چې د د نهې په ورځ ی د ايډمنسټريټو سروس د خاص تربيې پروګرام د 44م پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته وینا کوله وې ویل چې نن پاکستاني قوم ته په کار دې چې د اسلامی مشرانو د ژوند لوسته وکړي او ددوی د ژوند نه سبق واخلي ځکه چې په اسلامی تاریخ کښې ډیر لوی لوی مشران تیر شوي دي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق ، نوموړي اوویل چې انسان له په ژوند کښې په دو لارو تګ وي ، یوه لاره ښه او د کامیابۍ ده او بله بده لار او د تباهۍ لاره ده، د کامیابۍ په لاره کښې انسان ته تکلیف او ستونزې مخې ته راځي خو هم ددې تکلیف او د ستونزو هوارولو نه پس د انسان یو کامیاب او د خوشحالۍ ژوند پیل شي.
د پاکستان وزیراعظم ځوانانو ته په ډاګه کړه چې بايد چې زمونږ ځوانان د اسلامي تاريخ مطالعه وكړي، هغه زیاته کړه چې د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د وصال نه پس په شلو كلونو كښې مسلمانانو ټوله نړۍ فتح كړو او د نړۍ د فتح کول صرف او صرف د مسلمانانو په قوي ایمان ممکنه شوه چې مسلمانان په دومره کم ټایم کښې بریالي شو.






