اسرائیلو خبر ورکړی چې د ایران پر اټومي پروګرام د برید چمتووالی نیسو

اسرائیلو خبر ورکړی چې د ایران پر اټومي پروګرام د برید چمتووالی نیسو
افیف کوخافي وایي دوی ته پوره بودیجه ورکړل شوې ده، څو د ایران د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړي نو له همدې امله پوځ په چټکه توګه پر هغه نقشه کار کوي چې له مخې یې وکړی شي په اسانه د ایران اټومي تاسیسات له منځه یوسي.
(2021 / 11 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسراییلو د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید خبرداری ورکړی دی. د اسراییلو د پوځ لوی درستیز ددغه هېواد پارلمان ته په یوه وینا کې ویلي دوی په چټکه توګه پر هغه نقشه کار کوي چې له مخې به یې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه ترسره کېږي.
افیف کوخافي وایي دوی ته پوره بودیجه ورکړل شوې ده، څو د ایران د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړي نو له همدې امله پوځ په چټکه توګه پر هغه نقشه کار کوي چې له مخې یې وکړی شي په اسانه د ایران اټومي تاسیسات له منځه یوسي.
دغه اسراییلي چارواکي ویلي که نړۍ له ایران سره مسئله د خبرو له لارې حل نه کړي، نو دوی تیار دي چې پر ایران برید وکړي او اټومي تاسیسات یې له منځه یوسي. ایران بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوودلی.





