په مقبوضه کشمیر کښې د هند ظلمونه جاري
باغي ټي وي رپورټ
د هندوستان د فوځ د غیرقانوني قبضې لاندې په جمو کشمیر کښې د هندي فوځ ظلمونو او د کشمیریانو مسلمانانو په کورونو غیرقانوي چاپې او د کشمیري ځوانان ګرفتاوول جاري دي.
په رسنیو کښې داسې رپورټونه چاپ شوي دي چې هندي ځواکونو په پلوامه، اسلام آباد، او په شوپیا کښې په کورنو غیرقانوني چاپې اووهلې او درې ځوانان ی ځان سره بوتللي دي.
به اړخ ته په د هندي فوځ په قبضه شوي جمو کشمیر په راجوري او پونچهه ضلعو کښې فوځي عملیات په ۲۹ ورځ هم جاري وو او په ګنړ شمیر ځایونو او کورونو باندې هندي فوځیان چاپې وهي او کشمیري ځوانان ګرفتاروي.
په رسنیو کښې چاپ یو رپورټ مطابق د هندي سیکوریټو ځواکونو یو اهلکار ځان وژنه هم کړې دې، دا پيښه په پلوامه کښې مخې ته راغلې چرته چې یو سیکهه اهلکار خپل ځان ویشتلې دې او د ژوند خاتمه ی کړې دې .
د یادونې ده چې نن په مقبوضه کشمیر کښې د هندي فوځ له اړخه د لګول شوې ګرځبندیز ۸۲۸ ورځ ده چې هندي فوځیان کشمیري مسلمانان په خپلو کورونو کښې زنداني کړي دي.