لۀ کابل نه سلګونه هغه کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته کډوالې شوي چې د جګړو لۀ امله بېځایه شوې وې

0
107

لۀ کابل نه سلګونه هغه کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته کډوالې شوي چې د جګړو لۀ امله بېځایه شوې وې 

  په وروستیو کې په ولایتونو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ پلازمینې کابل ته راغلې وې چې دلته یې په پارکونو او عامه ځایونو کې اړولي وو، خو اوس یې د لېږدولو پروسه پيل شوې چې ښایي ادامه پیدا کړي.

 

(2021 / 11 / 9  نېټه باغي ټلویزیړن)

بشپړ راپور

زرګونه کډوالې کورنۍ له کابل خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې دي.

د کابل ښار د کډوالو چارو ریاست وایي چې په وروستیو کې د کابل له پارکونو او نورو سیمو هغه کورنۍ بېرته په خپل خوښه خپلو سیمو ته ستنې شوې چې د جګړو له امله دلته راکډه شوې وې.

دغه ریاست وایي چې دوی ټولټال شاوخوا ۳۵۰۰ کورنۍ له کابل خپلو اصلي مېنو ته لېږدولې دي.

سرچینه رسنیو ته وايي چې دغه کډوال د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته لېږدول شوې دي او له دوی سره نقدي مرسته هم شوې ده.

په وروستیو کې په ولایتونو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ پلازمینې کابل ته راغلې وې چې دلته یې په پارکونو او عامه ځایونو کې اړولي وو، خو اوس یې د لېږدولو پروسه پيل شوې چې ښایي ادامه پیدا کړي.

 

Leave a reply