د خبریالانو د حفاظت بل د قامي اسمبلۍ نه منظور شو

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پارلیمان کښې کښې د اطلاعاتو او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب ویلي دي چې د جرنلسټس او میډیا پروفیشنلز د تحفظ بل کال ۲۰۲۱ د قامي اسمبلۍ نه په یوه خله منظور کړې شوې دې .
د اې پي پي رپورټ مطابق فرخ حیبب وایی چې ددې بل په تیارولو او بیا د اسمبلۍ نه منظور په لړ کښې جوهدری فواد حسین او شیرین مزاری بشپړ کردار ترسره کړې دې.
هغه وایی چې په دې بل کښې د میډیا ادارو استازو وړندیزونه شامل شوي دي، هغه زیاتوي چې په جرنلسټس پروټیکشن بل کښې د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو لپاره قایمه کمیټۍ او په پارلیمان کښې د مخالفې ډلې مرسته او کوششونه هم شامل دي.
د یادونې ده چې پرون په ملاکنډ سخاکوټ کښې هم د نامعلومه وسله والو له اړخه یو ځای خبریال او د نشه یی توکو په ضد آواز اوچتولو والا محمد زاده اګروال په ډزو ویشتل شوي او وژل شوې دې.






