د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې لۀ طالبانو سره د مذاکراتو نوی باب پرانیزو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې لۀ طالبانو سره د مذاکراتو نوی باب پرانیزو
همدا راز ټام وېسټ ویلي چې له طالبانو سره د مذاکراتو نوی پړاو به په دوحه کې پیلېږي، تر ډېره به د امنیتي او استخباراتي اداراتو له لوري مخ ته وړل کېږي خو د کره نېټې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي له طالبانو سره د خبرو نوي پړاو ته ننوځي. د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو د خلیلزاد نوي ځایناستي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره له طالبانو سره خبرو ته ادامه ورکوي.
نوموړي له بروکسل په واشنګټن کې په انلاین توګه له خبریالانو سره خبرې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې له طا لبانو سره د بل پړاو خبرو په اړه یې د ناټو غړو هېوادونو ته معلومات ورکړي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي آسیا او اروپا ته سفر پیل کړی دی
دده په وینا همدا راز په دې لیدنه کې یې د ناټو غړو هېوادونو ته هغه شرایطو هم واضح کړي چې له مخې یې طا لبان په رسمیت پېژندل کېدلی شي.
همدا راز ټام وېسټ ویلي چې له طالبانو سره د مذاکراتو نوی پړاو به په دوحه کې پیلېږي، تر ډېره به د امنیتي او استخباراتي اداراتو له لوري مخ ته وړل کېږي خو د کره نېټې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.






