حکومت د لرې پرتو سیمو خلقو ستونزو ته پام دې: ډي سي خیبر

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د ځوانانو فورم مشر شاهد شینواري په مشرۍ کښې د لنډیکوتل لرې پرتو سیمو درګۍ او راغه مشرانو يو پلاوي د خيبرضلعې ډپټي کمشنر ارشد منصور سره وليدل. پلاوي ډپټي کمشنر ته د مقامي خلقو ستونز او غوښتنې مخې ته کیښودې.
په دې موقع د ضلع خیبر ډي سي منصور ارشد ټولې مسئلې په غود واوریدې او د ځینو مسلو په اړه یې په موقع احکامات جاري کړل چې د درګۍ او راغه خلقو دا ستونزې دې زر هوارې کړې شي.
د ځینو موضوعاتو په اړه یې د اړوندو څانګو سره د خبرو کولو ډاډ . همدارنګه ډپټي کمشنر ډاډ ورکړ چې ډیر زر بهC&W لوړ پوړو افسرانو سره اړیکه ونیسي او د کم شلمان سړک د جوړولو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي چې په دې سرک کښې د ترافیکي پیښو مخه ونیول شي.
د کم شلمان درګۍ او راغه مشرانو او د پي ټي ایی ځوان ګوند مشر شاهد شینواري د ډي سي خیبر څخه هم مننه وکړه چې دوی له ی وخت ورکړو، ددوی ستونزې ی واوریدې او په وخت ی د څه ستونزو هوارولو حکم هم ورکړو.






