نبي کریم صلی لله علیه وآله وسلم د لوړو اخلاقو یو لوی مثال قایم کړې: وزیراعظم عمران خان

باغي ټي وي رپورت
وزیراعظم پاکستان په یو بیان کښې ویلي دي چې حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د ټولې نړۍ او انسانانو لپاره د لوړو اخلاقو یوه نمونه ده او د انسانانو لپاره ی د لوړو او سپیځلو اخلاقو یوه لوړه نمونه په دنیا کښې پریښې ده.
عمران خان په ټویټر پانړه لیکلی چې نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم په نړۍ کښې د صادق آو آمین یو لوړ مثال قایم کړو، هغه وایی چې په مدینه منوره کښې هم زمونږ نبی کریم د مدینه ریاست هم په دې لوړو او ښو اخلاقو قایم کړو کوم چې د نړۍ د ټولو نه یو لوی دین او تهذیب جوړ شو.
د یادونې ده چې پرون په ضلع خیبر کښې هم وزیراعظم عمران خان د حکم مطابق رحمت اللعالمین کانفرنس تابیا شوې وه، دې کانفرنس ته د مذهبي چارو وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري هم وینا وکړه او وی ویل چې آخري پیغمبر د ټولې نړۍ لپاره د امن او ښو اخلاقو یو لوړه نمونه ده. قادري ویلي وو چې د پیغمبر اسلام چې کومه لار ښودلې ده په هغه لاره کښې زمونږ خلاصۍ او ګټه ده.





