پاکستان اولس مشر د ملی کرکټ لوبډلې ته مبارکي ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي د پاکستان کرکټ قومي لوبډلې ته سیمي فاینل ته په رسیدو مبارکي ورکړې دې او د کرکټ لوبغاړو ته ی په ښه لوبه کولو داد ورکړې دې.
په رسنیو کښې چاپ د اې پي پي رپورټ مطابق ډاکټر عارف علوي په یو بیان کښې اوویل چې د پاکستان لوبډله ښه لوبه کړي، لوبغاړي کارکردګي ډیره ښه ده او هم دغه وجه ده چې پاکستان ټیم به یوې لوی بریا سره وطن ته واپس راشی.
د اتوار په ورځ صدر پاکستان په ټویټ کښې ویلي دي چې د پاکستان ټیم ټولو لوبغاړو ته مبارکی وړاندې کوم ،هغه زیاته کړې چې بریا او ګټه کول یو ډیر ښه او لوی عادت دې ، د پاکستان کرکټ ټیم لوبغاړو د لوړې حوصله لپاره ی لوبغاړو ته اوویل چې دوی دې ښه محنت کوي دوی به د بریا سره واپس هیواد ته راشي.






