د عراق لومړی وزیر وايي ؛ چا چې يې پر کور د ډرون هوایي برید کړی پېژني یې

د عراق لومړی وزیر وايي ؛ چا چې يې پر کور د ډرون هوایي برید کړی پېژني یې
د یادونې ده چې تیره ورځ د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په کور د ډرون برید نه وروسته چې هغه ترینه روغ رمټ ووت او شپږ تنه ساتوونکې یې پکې ټپیان شول د بغداد په زرغون سیمه کې د امنیتي تدابیرو کچه لا پسې لوړه شوه.
(2021 / 11 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل چې ددې په کور د ډرون الوتکې سره برید کوونکي پيژني چې څوک دي.
کاظمي دا څرګندونې په بغداد کې د وزیرانو شورا بیړنۍ غونډې ته وکړې.
هغه وویل چې ″ ددې پیښې عاملینو په تعقیب کې یو او ډیر ښه پوهیږو چې دا برید د چا لخوا شوی دی. هر څه ژر به برید کوونکي اعلان کړو . ″
د ویلو ده چې تیره ورځ د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په کور د ډرون برید نه وروسته چې هغه ترینه روغ رمټ ووت او شپږ تنه ساتوونکې پکې ټپیان شول د بغداد په زرغون سیمه کې امنیتي تدابیرو کچه لا پسې لوړه شوه.
سیمه کې یو زیات شمیر عسکر د زغروالو موټرو سره ځای په ځای شول.
د بله پلوه ځینو برخو ادعاء کړې ده چې د کاظمي په کور برید د ایران پلوه شیعه ملشو لخوا شوی دی.
د ویلو ده چې ترکیې ، امریکا، انګلستان ، ایران او یو زیات شمیر هیوادونو د الکاظمي پر کور ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.






