ډیفنس نیوز د یو مطلب پۀ خپرولو ویلي چې د امریکا هوايي ځواک لا هم پۀ سیمه کې حضور لري 

0
92

ډیفنس نیوز د یو مطلب پۀ خپرولو ویلي چې د امریکا هوايي ځواک لا هم پۀ سیمه کې حضور لري 

یادې نشریې ته پخوانیو نظامي چارواکو هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته رسولی دی خو دا په دې مانا نه ده چې دوی به په بشپړه توګه هلته له څارنې او پلټنې لاس اخیستی وي.

 

(2021 / 11 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د امریکا د هوايي ځواک حضور په بشپړه توګه په سیمه کې نه دی ختم شوی.

د ډيفنس نیوز په نامه یوې امریکايي نشریې لیکلي چې امریکا لا هم په سیمه کې د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره د څار او هوايي ځواک د فعال ساتلو لپاره کار کوي او په خبره یې دغه هېواد لا هم په سیمه او د افغانستان په شاوخوا کې خپل هوايي نظامي حضور په بشپړه توګه پای ته نه دی رسولی.

سرچینه کاږي چې امریکا لا هم په سیمه کې د خطر احساس کوي نو له همدي امله یې په عرب سمندر او نورو سیمو کې سترې بېړۍ ولاړې دي او ددې احتمال شته چې د خطر په صورت کې بېړنی اقدام وکړي.

یادې نشریې ته پخوانیو نظامي چارواکو هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته رسولی دی خو دا په دې مانا نه ده چې دوی به په بشپړه توګه هلته له څارنې او پلټنې لاس اخیستی وي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي چې د خطر د لیدو په صورت کې د هر ډول غبرګون لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.

Leave a reply