پاکستان کښې د تاریخ د ټولو نه لویه ګراني راغلې ده : عوامي نیشنل ګوند
باغي ټي وي رپورټ
د عوامي نیشنل ګوند په ټویټر پانړه یو خبر خپور شوې دې ، په خبر کښې د عوامي نیشنل پارټۍ مشرانو په حکومت تور لګولې دې چې د پاکستان په تاریخ کښې د ټولو نه زیاته ګراني په دې موجوده حکومت کښې راغلې ده.
د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیارولي خان په بیان کښې وایی چې حکومت په نړۍ کښې د ګرانۍ بهانه جوړوی او په پاکستان کښې ی هم مقامي مصنوعاتو قیمتونه زیات کړي چې دا ددې ملک غریب اولس سره ظلم او زیاتۍ دې.
نوموړی وایی چې د پاکستان په تاریخ کښې دومره نااهل حکومت بل نه دې راغلې کوم چې نن سبا په پاکستان کښې دې، دوی وایی چې ددې حکومت نه د خلاصۍ وخت راغلې دې .
د عوامي نیشنل ګوند مشر وای چې عوام باید چې ددې حکومت په ضد د کورونو نه بهر را اووځي او ددې حکومت نه ځان خلاص کړي.
تاریخ میں اتنی مہنگائی کبھی نہیں دیکھی گئی جس کا سامنا آج غریب عوام کررہے ہیں۔ بین الاقوامی مہنگائی کا بہانا کرکے عوام کو یہ نہیں بتایا جاتا کہ مقامی مصنوعات کی قیمتوں کو کیوں پَر لگ گئے ہیں؟
اسفندیارولی خان
مرکزی صدر عوامی نیشنل پارٹی#ANPRejectsPriceHike | #AsfandyarWaliKhan pic.twitter.com/VOByTXaaNz— Awami National Party (@ANPMarkaz) November 5, 2021