په کابل کښې د پاکستان سفیر او ګلبدین حکمتیار ملاقات کړې دې

0
220

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د افغان جهاد یو مشهور جهادي کمانډر او د افغانستان حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار سره ملاقات کړې دې او په یو شمیر ستونزو او مسلو ی ورسره خبرې اترې کړي دي.

په ټویټر اکاونټ د پاکستان سفیر منصور احمد لیکلی چې ګلبدین حکمتیار سره په افغانستان کښې د امن ټینګولو او د امن لپاره د کوششونو او هلو ځلو نورو زیاتولو په موضوع ګانو خبرې وکړي او په افغانستان کښې د امن د ټیګښت لپاره ی یو شمیر نور مشورو او په پلانونو عملی کولو زور ورکړې دې.
د یادونې ده چې په افغانستان کښې د پاکستان د امن لپاره د کوششونو په نړیوال کچ ستاینه شوې، د ملګري ملتونو مشران، امریکایی او نیټو نمایندګانو د پاکستان د هغه کوششونو ذکر کړې چې له وجهې ی د اسلامی امارت ، امریکا او نیټو ځواکونو ترمینځ په افغانستان کښې د امن معاهده وشوه او آخر امریکا او نیټو ځواکونه په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ کښې د افغانستان نه واپس اووتل.

Leave a reply