د بورې په اړه د خیبر پښتونخوا اولس لپاره یو ښه خبر
باغي ټي وي رپورټ
په داسې وخت کښې چې په ټول ملک کښې د ګرانې د لاسه عوام سر ټکوي نو د خیبر پښتونخوا حکومت د اولس لپاره یو ښه اعلان کړې دې او حکومتي چارواکو ویلي دي چې په یوه نیمه ورځ کې به د بورې بیه د 135 روپو څخه 90 روپۍ ته راښکته شي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د بورې نرخونو جائزې لپاره بيړنۍ غونډه شوې ده او ویل شوي دې چې په دې سخت وخت کښې دې عوام له ریلیف ورکړې شي .
په دې مهمه غونډه کښې د اړوندو ادارو او صوبايي وزيرانو او اداري سکرترانو هم ګډون وکړو او ددې ستونزې هوارولو لپاره ی ګټورې خبرې او مشورې وکړې.
اجلاس ته بريفنګ ورکړے شو چې د لس زره ميټرک ټنه درآمد شوې بورې لومړۍ جوپه به تر سبا پورې خېبرپښتونخوا ته رسېږي ځکه چې د بورې بار وړونکي لارۍ د کراچۍ بندر څخه د خیبر پښتونخواه په لور را روانې شوي دي او ډیر زر به دلته راورسي.
په غونډه کښې په دې خبره وشوه چې په يوه نيمه ورځ كښې به د بورې نرخ له 135 روپو نه 90 روپو في كيلو ته راښكته شي، په غونډه کشې ژمنه وشوه چې درآمد کړې شوې بوره به ډیلرانو ته د 86 روپو فی کلو په نرخ ورکول کیږي او سوداګر به دغه بوره په 90 روپۍ في کلو خرڅوي
بريفنګ کښې وئيلي شوي چې ټولو ضلعو ته به هره ورځ له يو زرو نه تر يو نيم زره ټنه بوره ورکولې شي
په غونډه کښې دا هم اوویل شو چې په دې خبر کې هیڅ حقیقت نشته چې د بورې بیه د یو کیلو له ۱۵۰ روپو څخه زیاته شوې ده
وزيراعلي د ټول صوبې ډپټي کمشنرانو ته هدايات کړي چې د بوره ذخيره کونکي په ضد دي کاروائي وکړي۔
په دې موقع وزیر اعلی محمود خان اوویل چې د بوره په ذخیره کولو کښې د ککړو کسانو په ضد دې سمدستي کریک ڈاؤن وشي او سمدستي دې جېل ته ولېږل شي، په دې غونډه كښې د اوړو په نرخونو هم غور وشو او اوویل شول چې په صوبه کې حکومتي اوړه چې ۲۰ کلو وزن لري په 1100 روپۍ خرڅیږي.