روسیې پرافغانانو غږ کړی چې د خبرو لۀ لارې دې ستونزې سره حل کړي

0
206

روسیې پرافغانانو غږ کړی چې د خبرو لۀ لارې دې ستونزې سره حل کړي

زوخارووا داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې ځینې غربي رسنۍ په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په تړاو تحلیلونه کوي خو د افغانستان نوی حکوم وايي دوی په افغانستان کې د یووالي لپاره کار کوي او هېچا ته به ګډوډیو او جګړو اجازه ور نه کړي.

(2021 / 11 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي هېڅ لوری دې په افغانستان کې کورنۍ او قومي جګړې ته لمن نه وهي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زوخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې ثبات راغلی دی او په دغه هېواد کې مېشتو قومونو ته په کار ده چې په خپلو کې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

اړوند موضوعات: 

روسیه: د افغانستان د نوي حکومت چارواکي هڅه کوي د افغانانو ژوند سم کړي

د نوموړې په خبره هېڅ لوری دې په افغانستان کې کورنۍ او قومي جګړې ته لمن نه وهي او ټولو قومنو ته په کار ده چې له جګړو لرې د سولې او خبرو په فضا کې ستونزې حل کړي.

Leave a reply