د اسراییلو امنیتي کابینې وروسته حکومت هم په غزه کې د اوربند تړون منظورکړې

0
23

باغی ټي وي رپورټ
د اسراییلو امنیتي کابینې وروسته حکومت هم په غزه کې د اوربند تړون منظوری ورکړې .

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ وویل چې امنیتي کابینې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د اوربند موافقه ومني.

وروسته له هغه چې د شنبې په سهار د حکومت د اوربند د موافقې د تصویب لپاره د کابینې بشپړه غونډه رابلل شوې وه.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې د اسرائيلو حكومت هم د حماس سره په غزه كښې د اوربند د تړون منظوري وركړې ده۔

د اسراییلو د لومړي وزیر نتانیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې حکومت یې د یرغمل شویو کسانو د بیرته ستنولو پلان تصویب کړی او له حماس سره د اوربند تړون به د یکشنبې په ورځ عملي شي.

د رسنیو په راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي د نتانیاهو حکومت اړ کړ چې دغه تړون تصویب کړي.

Leave a reply