احتساب عدالت عمران خان او د هغه مېرمنې ته د 190 ملینه پاونډو په مقدمه کې د سزا ورکولو ترڅنګ د القادر پوهنتون وفاقي حکومت ته د سپارلو امر هم کړی دی

0
20

باغي تی وي رپورټ
احتساب عدالت عمران خان او د هغه مېرمنې ته د 190 ملینه پاونډو په مقدمه کې د سزا ورکولو ترڅنګ د القادر پوهنتون وفاقي حکومت ته د سپارلو امر هم کړی دی.

د راولپنډۍ احتساب عدالت د درې ځله ځنډول شوي ۱۹۰ میلیونه پاونډو په قضیه کې د پاکستان د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان ته په ۱۴ کاله بند او مېرمن بشرا بي بي ته یې د ۷ کلونو بند سزا اورولې ده.

ياده دې وي چې عمران خان او بشرا بي بي د القادر پوهنتون پروژې له امله له قانوني ستونزو سره مخ دي، د دواړو په ضد د نېب مقدمې د واک نه د ناوړه استفادې او مالي بې نظميو په تور درج شوې وې.

له سیاسي ملاتړ او قوي تبلیغاتو سره سره په څلور کلونو کې په القادر پوهنتون کې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او بشری بي بي د خوبونو پروژه ګڼل کېده یوازې ۲۰۰ محصلین داخل شول.

Leave a reply