د وسله والو په ضد بریالي شوي یو، د پاکستان فوځ سرلښکر

0
26

باغي ټي وي رپورټ
دپاکستان فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير تر مشرۍ لاندې په کال 2024م کې پاکستان ته دپاک پوځ دخدمتونو په تناظر کې وئيلي دي چې سږکال ترهګرو لپاره د واضح پاليسۍ په نتيجه کې په عملياتو کې برياليتوبونه ترلاسه شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه په کال 2024ء کې 59775 کامياب استخباراتي عمليات ترسره شوي چې 925 وسله وال وژل شوي اؤ په سلگونو نيول شوي دي.د امنیتي سرچینو په وینا، د پاکستان پوځ، استخباراتي، پولیس او د قانون پلي کونکي ادارې په کال 2024 کې هره ورځ د 169 څخه زیات عملیات ترسره کوي، چې په ترڅ کې یې 73 مطلوب ترهګر، علي رحمان عرف طحه سواتي او ابو یحیی وژل شوي دي.

Leave a reply