په کوټه کې د ډپټي کمشنر دفتر مخې ته د څلور ګوندي اتحاد له خوا د دوو اوونيو نه زيات وخت روان احتجاجی پرلت پای ته رسیدلې دې.

0
69

باغی ټي وي رپورټ
په کوټه کې د ډپټي کمشنر دفتر مخې ته د څلور ګوندي اتحاد له خوا د دوو اوونيو نه زيات وخت روان احتجاجی پرلت پای ته رسیدلې دې.

BNP، PK MAP، نېشنل پارټۍ او HDP په تیرو انتخاباتو کې د ادعا شوي درغلۍ په ضد له 17 ورځو راهیسې احتجاج کوي.

دسرچينو ترمخه په کوئټه کې د څلور جماعتي اتحاد په احتجاجي کيمپ کې دڅلورو گوندونو يو شمير کارکنان هم شامل وؤ خو د احتجاجي کيمپ له امله د ډي سي دفتر مخې ته انسکمب سړک د ټريفک لپاره تړل شوى ؤ.

دسرچينو ترمخه دانسکمب روډ بنديدو له امله دلياقت پارک او فياض سنبل چوک څخه سول هسپتال ته تلونکي سړکونه هم بند کړل شوي دي.
مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې د انتخاباتو نتیجې دې د فارم 45 مطابق تیارې کړل شي او نوټیفیکیشن دې جاري کړل شي که نه نو دوي به احتجاجي تحریک ته پراختیا ورکړي.

Leave a reply