د پاکستان د پوځ اووم نړیوال ټیم ​​سپرټ مشقونه 2024 د ترهګرۍ ضد ملي مرکز پبي کښې پیل شول

0
64

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ اووم نړیوال ټیم ​​سپرټ مشقونه 2024 د ترهګرۍ ضد ملي مرکز پبي کښې پیل شول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې (ISPR) له مخې، د پوځي روزنې عمومي مشر د 60 ساعتونو اوږد ګشت تمرین پرانسته وکړه.

په اووم نړيوال تمرين کې د دوست هیواد ازبکستان ترڅنګ پاکستان، امريکا، سعودي عربستان، ترکيه، بحرين، قطر، اردن، قزاقستان، مالديف، مراکش، سريلانکا او تايلند ګډون کوي.
د آئي ايس پي آر له مخې چين، جرمني، جاپان، انډونيشيا، آذربائيجان، بيلاروس، ميانمار او عمان به د پوځي مبصر په توګه د مشقونو څارنه کوي.

د آئي اېس پي آر له مخې د مشق مقصد د پېچلې نړيوال سيكورټي ماحول لاندې د پوځي مرستې زياتول دي په كوم كښې چې د 20 دوستو هېوادونو پوځي مبصرين ګډون كوي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د پاک فوځ ټيم روحيه يو مسلکي فوځي مشقونه دي کوم چي د يو خاص کار په بنياد هر کال ترسره کيږي چي د يو بل د تجربو نه به ګټه اخلي۔

Leave a reply