ایران پاکستان کې د ټاکنو د بریاليتوب سره ترسره کېدو له امله مبارکي ویلې ده

0
92

باغی ټي وي رپورت
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني ته په پاکستان کې د ټاکنو د بریاليتوب سره ترسره کېدو له امله مبارکي وویله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ټلیفوني خبرو کې وویل، هیله من دی چې د پاکستان نوی پارلمان به ژر خپل کار پیل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د خبرو په ترڅ کښې د ایران او پاکستان ترمینځ د موافقو او تفاهمونو د اجرا په ضرورت ټینګار وکړ.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د نگران کابينې د انرژۍ کميټې د ايران له پولې تر ګوادر پورې د ٨١ کيلومتره پايپ لاين د غځولو منظوري ورکړې وه.

د کابينې د کميټې له غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د کابينې د انرژۍ د کميټې په غونډه کې چې مشري يې د انرژۍ سرپرست وزير محمد علي کوله، له ايران څخه د ګازو د واردولو لپاره د ٨٠ کيلومترو په اوږدوالي د نل ليکې د غځولو منظوري ورکړل شوه. ایران.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په پاکستان کې دننه د ۸۰ کیلومتره ګاز د پایپ لاین د غځولو کار به پیل شي، دغه نل لیکه به له ګوادر څخه د ایران تر پولې پورې غځول کېږي.

Leave a reply