نن د سندهـ اسمبلۍ په لومړۍ غونډه کې به په عامو انتخاباتو کې ګټلي غړي سوګند پورته کوي،
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2024/02/Punjab-assembly.png)
باغی ټي وي رپورټ
نن د سندهـ اسمبلۍ په لومړۍ غونډه کې به په عامو انتخاباتو کې ګټلي غړي سوګند پورته کوي، په داسې حال کې چې په پنجاب اسمبلۍ کې به د نوي سپيکر او ډپټي سپيکر د انتخاب لپاره په پټه ووټ اچول کېږي.
د سندهـ اسمبلۍ غونډه به نن غرمه ۱۱ بجې كېږي چې سپيكر به د سندهـ اسمبلۍ نوو ټاكل شويو غړو ته حلف وركوي.
ګرانډ ډيموکريټک الائنس، جماعت اسلامي او جمعيت علماء اسلام د سندهـ اسمبلۍ د نوو منتخبو غړو د لومړۍ غونډې په موقع د سندهـ اسمبلۍ بهر دهرنا اعلان کړی دی.
بل لوري ته د سندهـ داخله محکمې د سندهـ اسمبلۍ غونډې په موقع د امنيتي انديښنو له امله د کراچۍ په ريډ زون کې د يوې مياشتې لپاره دفعه 144 نافذه کړې ده.
د سندهـ نګران داخله وزير وئيلي دي چې د دفعه 144 نافذيدو له امله په سندهـ اسمبلۍ کې په جلوسونو او احتجاجونو پابندي لگول شوې ده، د هر ډول شرارت خلاف به سخت قانوني کاروائي کيږي.
د سندهـ اسمبلۍ د نوو منتخبو غړو د سوګند پورته کولو او د مخالفو ګوندونو له خوا د احتجاج له غوښتنې وروسته په ریډ زون کې پولیس ځای پر ځای شوي دي.