په هند کې یو څو لوفرانو هلکانو د لږو پیسو لپاره د یو ځوان ژوند اخستې دې او هغه ی وژلې دې

0
115

باغی ټي وي رپورټ
په هند کې یو څو لوفرانو هلکانو د لږو پیسو لپاره د یو ځوان ژوند اخستې دې او هغه ی وژلې دې.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د نوي ډیلي په شمالي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو ځوان تر ټولو سخت شکنجه شو.

د پوليسو لخوا د جاري شويو تفصيلاتو له مخې، پريانشو په دوو موټرسايكلونو سپاره له پنځو نه تر شپږو كسانو محاصره كړه او په بې رحمانه توګه يې وهل پيل كړل او وروسته يې ټول له سيمې وتښتېدل.

د پولیسو په وینا، پریانشو د سمدستي طبي مرستې لپاره روغتون ته وړل شوی و، چیرې چې هغه د درملنې په جریان کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

پولیسو زیاته کړه چې قضیه د پریانشو د ملګري لخوا ثبت شوې چې ویلي یې دي د پریانشو او برید کونکي روهیت ګور ترمنځ د 2300 سوو روپیو په سر شخړه وه.

د پولیسو په وینا، د اقدام په ترڅ کې د روهیت ګور او اشیش عرف انشو په ګډون دوه کوچنیان نیول شوي او د پیښې نور تحقیقات روان دي.

Leave a reply