د خېبرپښتونخوا نومول شوي وزيراعلي علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې مونږ به د وفاقي حکومت نه خيرات نه غواړو او دوی څخه به خپله برخه اوغواړو

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا نومول شوي وزيراعلي علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې مونږ به د وفاقي حکومت نه خيرات نه غواړو او دوی څخه به خپله برخه اوغواړو.
د پيښور هائي کورټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي مشر او د خېبرپښتونخوا وزيراعلې نامزد علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې صدا حق اتۀ رک زما نعره ده، مونږ به د وفاقي حکومت نه خيرات نه بلکه د خپل ونډې غوښتنه کوو۔
ده ووئيل د پارټۍ د شاملېدو په اړه قانوني ډله پلټنې كوي او په ګوند كښې د شاملېدو وروستې فيصله به د پي ټي آئي باني كوي۔
نومړي وزيراعلي وويل داقتصادي بحران ختمولو لپاره به گامونه اخستل کيږي اؤ ځوانانو ته به دکار او کاروبار موقعې ورکول کيږي.





