د پاکستان د تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي عمران خان د پي ټي آی د پارلیمنټیرین له غړو سره له اتحاد کولو څخه منع کړې ده

Former Pakistan's prime minister Imran Khan (C) gestures during a press conference in Islamabad on April 23, 2022. (Photo by Farooq NAEEM / AFP) (Photo by FAROOQ NAEEM/AFP via Getty Images)
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي عمران خان د پي ټي آی د پارلیمنټیرین له غړو سره له اتحاد کولو څخه منع کړې ده.
د پي ټي آئي مشر علي محمد خان وئيلي دي چې د پروېر خټک د پارټۍ په اړه ګنګوسې روانې دي۔
ده ووئيل چې د پي ټي آئي باني په غونډه كښې د پي ټي آئي پارليماني غړو سره د هر ډول اتحاد كولو حكم وكړ، په دې غونډه كښې عامر ډوګر او سردار لطيف كوسه موجود وو۔
ده ووئيل چې د پي ټي آئي پارليماني غړو سره د اتحاد هيڅ سوال نشته، تحريك انصاف به په خېبر پښتونخوا كښې په خپله حكومت جوړوي۔
علي محمد خان وويل زمونږ ګوند به د عمران خان او د تحريک انصاف د نظريې په نوم د خلکو لخوا د ورکړل شوي ميډيټ حفاظت کوي.
ياده دي وي چي تيرو څو ورځو کښي خبرونه راغلي وو چي پي ټي آئي سره مذاکرات کامياب شوي دي او د معاهدې لاندي پرويزخټک د پارټئ چيئرمېن شپ او بنيادي غړيتوب نه استعفي ورکړې وه چي دې روسته به د پي ټي آئي پارليمنټیرین د چيئرمېن څوکۍ پي ټي ایی ته ورکړل شی.