په بلوچستان کې په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په ضد د سیاسي ګوندونو احتجاجونه او پرلتونه روان دي
باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په ضد د سیاسي ګوندونو احتجاجونه او پرلتونه روان دي.
په کوټه کې د پي ټي ایم، عوامي نیشنل پارټۍ، بي این پي او هزاره ډیموکریټک پارټۍ د ډي آر او دفتر مخې ته شوې دھرنا په احتجاجي جلسه بدله شوې ده.
احتجاجي غونډې ته د څلور ګوندي اتحاد مشرانو د عوامي نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک وويل چې په بلوچستان کې د پلان له مخې ملتپال له خلکو لرې ساتل کېږي.
په چمن کې، ANP د ضلع کمپلیکس او PB50 قلعه عبدالله کې د JUIF د ډي سي دفتر مخې ته د 10 ورځو لپاره دھرنا وکړه.
بل اړخ ته د نصیر آباد حلقه پی بی 14 نه د نتیجو خلاف د پیپلز پارټئ احتجاج 11 ورځی ته داخل شوی دی ولی د جعفر آباد په ربی کینال باندی د قامی وطن پارټی احتجاجی کیمپ لګولی دی.
بلخوا د شمالي وزيرستان په حلقه اين اے ٤٠ کښې د تحريک انصاف احتجاج له ٩ ورځو راهسې روان دے چې له امله يې په لويو لارو د ټرافيکو روانی متاثره شوې او ګڼ مالې ګاډې بندې شوې دي۔
مظاهره چیانو په احتجاج کښې د 45 فارم مطابق د نتیجو د اعلان غوښتنه کړې ده.