د پي ټي ائي پخوانۍ لومړۍ مېرمنې بشرې بي بي عدالت ته په خپل ۳۴۲ بيان کې ويلي چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې يې د عدت دوره پای ته رسېدلې وه

0
130

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي ائي پخوانۍ لومړۍ مېرمنې بشرې بي بي عدالت ته په خپل ۳۴۲ بيان کې ويلي چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې يې د عدت دوره پای ته رسېدلې وه.

بشری بي بي په خپل بیان کې ویلي چې پخواني مېړه یې د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې لفظي طلاق ورکړی و، د خاور مانیکا لخوا د ۲۰۱۷م کال په نومبر کې جمع شوې طلاق جعلي دی.

بشری بي بي ویلي چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې مخکې یې د خپلې کورنۍ په حضور کې له عمران خان سره ولیدل، د واده رسمي اعلان یې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې شوی و، د واده مراسم یې په فبرورۍ میاشت کې ترسره شول.
په خپل بيان کې نوموړي وويل چې د نامشروع اړيکو تورونه دروغ دي، خاور مانيکا د ٢٠١٣م کال د نومبر تر ١٤مې نېټې پورې په توقيف کې پاتې شو، له هغې وروسته يې شکايت درج کړ، دا شکايت ناسم دى.

ياده دي وي چي د اسلام آباد مقامي عدالت د پاکستان تحريک انصاف باني عمران خان او د هغه د ميرمن بشرا بي بي د واده مقدمه د اختر په ورځ محفوظه کړي ده کومه به چي نن ماسپښين يو نيمي بجي اورولي شي۔

لوړ پوړي ملکي قاضي قدرت الله په اختر کې د واده د قضيې اورېدنه وکړه، د اورېدنې پر مهال د وکيل صفي له لوري د شاهدانو جرح بشپړ شو او وکيلانو هم خپل وروستي دلائل بشپړ کړل.

Leave a reply