د عدت په ورځو کښې غیرشرعی نکاح، د عمران خان او بشرای بی بی غیرشرعی نکاح پریکړه به نه اورول کیږي

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد ځايي محکمې د پاکستان د تحريک انصاف د بنسټګر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د عدت په ورځو کې د واده د مقدمې پرېکړه محفوظه کړې ده.

سينئر سول جج قدرت الله په اختر کې د نکاح د مقدمې اورېدنه وکړه. د اوريدنې په مهال د وکيلانو لخوا د شاهدانو جرح مکمل شو او وکيلانو خپل وروستي دلائل هم مکمل کړل۔

د شاهدانو له جملې څخه خاور مانیکا، مفتي سعید، عون چوهدري او محمد لطیف جرح شوي دي.
شاهدانو د پي ټي ائي وکيل سلمان اکرم راجا جرح وکړه، چې پکې د درخواست کوونکي خاور مانيکا وکيل راجه رضوان عباسي او پبلک پراسيکيوټر سميع الله جسرا موجود وو.

د پي ټي آئي باني او بشرا بي بي هم عدالت ته د 342 بيان بيان ورکړو۔ په عدت کې د نکاح د قضيې اوريدنه پرون سهار نهه بجې پيل شوه او د شپې تر ۱۱ بجو پورې يې دوام وکړ.

عدالت د عدت په ورځو کښې د نکاح په مقدمه کښې فيصله محفوظ کړې ده کومه به چې نن ماسپښين يو بجه اورولې شي۔

Leave a reply