سوداګرو له ایف بی آر غوښتي چې د سوداګرو ستونزې دې هوارې کړي او له افغانستان څخه دې د قاچاق مخه و نیول شي

د تورخم پولې ټرمینل دې په ټاکلې موده کې بشپړ شي او د سیمې اوسېدونکو ته دې په دې ټرمینل کې د کار زمینه برابره شي چې سوداګر او خلک د آرام او خوشحالۍ ساه واخلي: د سوداګرو غوښتنه
0
324

نصیب شاه شینواري
د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) چيئرمېن ملک امجد زبير توانه د پېښور په پركسټم هاؤس كښې د سوداګرو یو پلاوي سره د تجارت په چارو او یو شمیر مهمو موضوعاتو باندې مشاورت او مهمه ناسته کړې ده.

د پلاوي مشري د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې (PAJCCI) کوآرډينيټر ضياء الحق سرحدي او د خيبر د سوداګرۍ او صنايعو د خونې صدر سيد جواد حسين کاظمي کوله.
په دي موقع چيف کلکټر کسټم خيبرپختونخوا سعيد اکرم، چيف کمشنر ان لينډ ريونيو (IR) پيښور ظفر اقبال خان، د لینډ ريونيو (IR) ايف بي آر اسلام آباد ممبر مير بادشاه وزير، کلکټر کسټم انفورسمنټ خواجه خرم نعيم، کلکټر کسټم اپريسمينٽ امجد الرحمان، د ټرانزیټ ټرېډ ډایریکټر ارباب قیصر حمید، په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ دوهم سیکرټري ډیپلوماټ طاهر نفیس، د ایران قونسلګرۍ لومړی قونسل جنرال حسین مالکي، افغان کمرشل اتاشی وحیدالله همت، د پاک افغان ژانټ چیمبر مشر امتیاز احمد علي، سید حماد کاظمي او علي فیصل ګډون وکړو.
په دي موقع ضياء الحق سرحدي او سيد جواد حسين کاظمي اوويل چي د افغانستان سره په تړلي تورخم، خرلاچي، غلام خان او انګور اډه کښي د سوداګرئ د پاره د بنيادي سهولتونو نشتوالي دي او پکار ده چي د افغانستان سره تړلي پولو باندي د دوه اړخیزه سوداګرۍ ښه کولو او سوداګرو ته اسانتیاوې ورکولو په اړه عملي ګامونه اوچت کړل شي.
هغه وویل، د پاکستان او افغانستان لوړ پوړي چارواکي باید د ویزې د نظام د ستونزو د دایمي حل او پر وخت موټر چلوونکو ته د ویزو د ورکړې لپاره یو مستند طرزالعمل رامنځته کړي، څو د دواړو غاړو سوداګرو ته پر وخت د ویزې ترلاسه کولو په اړه اسانتیاوې ورکړي.

هغه زياته کړه، چې د تورخم – پاک افغان پولې د تړل کېدو له امله سوداګر، صادرونکي او ټرانسپورټران ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ دي، چې پر سوداګرۍ يې ناوړه اغېزه کوي او په ګاړو کښې د بار شووو تجارتي توکو کلیرینس کښې هم د ځنډ څخه کار اخستل کیږي چې په سوداګرۍ بد اثر کوي.
د سوداګرو مشرانو دا غوښتنه وکړه چې دا ستونزې باید هوارې شی او سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شی چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د تورخم پولې ټرمینل دې په ټاکلې موده کې بشپړ شي او د سیمې اوسېدونکو ته دې په دې ټرمینل کې د کار زمینه برابره شي چې سوداګر او خلک د آرام او خوشحالۍ ساه واخلي.

غونډې ته په وینا کې ضیاءالحق سرحدي چې د سرحدي ګمرکونو د اجنټانو ټولنې (FCAA) مشر هم دی وویل چې د اسلام اباد د سوداګرۍ وزارت د اکټوبر په درېیمه نېټه SRO 1380 صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ پر ۱۴ توکو بندیز ولګېد چې په اصل کې ۲۱۲ دي. او همدا ډول د یو بل SRO 1387 له مخې د ټرانزیټ کارګو باندې 10٪ پروسس فیس وضع شوی چې د حقیقي ارزښت پراساس به وي او په ورته ډول 100٪ بانکي ګارنټي هم وضع شوی ده خو تر دې وړاندې په دې کارګو باندې د بیمې ګارنټي وه، او دا ټول بار وړونکي توکي په تیرو دیارلس کلونو کې په خوندي توګه افغانستان ته تلل او په دې موده کې له لسو لکو څخه زیات کانټینرونه پرته له کومې ناخوښي افغانستان ته رسیدلې دي.
سرحدی اوویل چې ۱۸ کاله وړاندې وفاقي حکومت د افغان ټرانزیټ سوداګریزو کارګو پر ۱۷ توکو بندیز ولګاوه، چې له امله یې د پاکستان ریل ګاډي ته د درې میلیارده روپۍ زیان اوښتی و او همدغه ۱۷ توکي هره ورځ د درېیو پروازونو له لارې کابل ته لیږل پیل شول او بيا هماغه توکي به پاکستان ته قاچاق کیدل. نوموړی پوښتنه را اوچته کړه چې آیا په هغه وخت کښې دا سمګلنګ بند شوې وو؟

هغه زياته کړه، چې د افغانستان پر ټرانزيټي سوداګرۍ د بنديز پر ځاى بايد د قاچاق مخه ونيول شي، دا مهال هره ورځ په سلګونو لارۍ د ايران له لارې پاکستان ته له ايرانه پټرول، ډيزل، د موټرو پرزې، سګريټ او نور توکي راځي، چې ولې يې مخه نه نيول کېږي؟ پوښتنه ی وکړه چې ولې یوازې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ کارګو په نښه کیږي؟
د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډې خوې مشرانو د ایف بی آر مشر د سوداګرو ستونزې هوارولو په اړه باور ور کولو پس ددوی شکریه ادا کړه.

Leave a reply