دجماعت اسلامي خلک نۀ خرڅیږي او نه چاته سرونه ټیټوي: حافظ نعیم الرحمان

0
195

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د کراچۍ نه د ګټلو دپاره د پي ټي ائي پخوانيو ووټرانو باندې سترګې نیولي دي.

د جيو نيوز پروګرام سره خبرو کښې ی اوويل چې ووټر دا سوچ کوي چې د بيټ په نشان د ګټلو سره هم خلک وفادار نه دي، کله چې د پي ټي آئي ګورنر او وزيران هم ويريږي نو آزاد اميدواران به چرته ځي؟

هغه وويل خلک پوهيږي چې دجماعت اسلامي خلک نۀ خرڅیږي او نه چاته سرونه ټیټوي نو ځکه دکراچۍ دخلکو انتخاب جماعت اسلامي دى.

حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي چې په کراچۍ کې د عامو خلکو نظرپوښتنې ښيي چې ايم کيو ايم اوس په خلکو کې د منلو وړ نه ده.

ده ووئيل د بلدياتي انتخاباتو نه وړاندې دوي ويلي وو چې تر ټولو لوې ګوند به وي خو اوس هم همدغه خبره كوي۔د سروې له مخې پي ټي آئي او پي ټي آئي په خپلو سيمو كښې ووټ بينك لري خو متحده قومي موومنټ نه لري، نه لري.

له دې وړاندې د جنورۍ په ۲۸مه په باغ جناح ناظم اباد کې د ښځو کنونشن ته د وینا پر مهال حافظ نعیم وویل چې په غونډه کې منشور به د کراچۍ په اړه وي، که کراچۍ پرمخ لاړه شي نو د ملک اقتصادي حالت به ښه شي.

Leave a reply