امریکا په یوه اعلامیه کې د پاکستان په ګډون په دریو ګاونډیو هېوادونو کې د ایران د بریدونو غندنه کړې ده

0
174

باغی ټي وي رپورټ
.

د سه شنبې په ورځ ایراني ځواکونو د پاکستان له هوايي حریم څخه سرغړونه وکړه او په بلوچستان کې یې د توغندیو او ډرون بریدونه وکړل.

د ایران دولتي ټلویزیون ادعا کړې چې د ایران امنیتي ځواکونو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل په دوو اډو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي.

د ايران د امنيتي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو په بريدونو کې دوه نجونې شهيدانې او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

پاکستان د ایران دغه برید په کلکه غندلی او دا یې د پاکستان له فضایي حریم څخه یوه جدي سرغړونه بللې او تهران ته یې خبرداری ورکړی، چې دا ډول سرغړونه په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده او ښايي ناوړه عواقب ولري او د پایلو مسوولیت به په بشپړ ډول د ایران پر غاړه وي.

له دې وروسته پاکستان هم له ایرانه د خپل سفیر د رابللو او د ایران د سفیر د ویستلو اعلان وکړ.تر دې مخکې په تېرو څو ورځو کې ایران هم پر عراق او سوریې توغندیز بریدونه کړي وو.
په بلوچستان کې د ایران له برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم بیان راغلی چې د پاکستان په ګډون یې په ۳ ګاونډیو هېوادونو کې د ایران بریدونه غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیس میلر ویلي، ایران د درېیو ګاونډیو هېوادونو له خپلواکو پولو سرغړونه کړې، ایران په سیمه کې د ترهګرۍ ستر ملاتړی دی.

متیس میلر وویل چې ایران په خپل هیواد کې د ترهګرو په وړاندې د اقدام کولو دعوه کوونکی دی ځکه چې د ایران په وجه امریکا په عراق کښې شتون لری .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې چین هم له ایران او پاکستان څخه د سیمې د ثبات د ساتلو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply