د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېنن بلاول بهټو زرداري خپل انتخابي منشور کښې د عوامي معاشي معاهدې اعلان کړې دې

0
226

باغی ټي ړي ربورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري خپل انتخابي منشور کښې د مفت تعليم، هاري کسان کارډ، مزدور کارډ، يوتھ کارډ او حامله ښځو، ماشومانو لپاره د وظيفې او د عوامي اقتصادي معاهدې لاندې د ملازمينو په تنخواګانو کښې د کلیز زياتوالي وعدې کړې دي۔

بلاول بوټو په لاڑکانه کې د عوامي اقتصادي تړون د پرانېستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، که حکومت ته راشي نو د ځوانانو کارت او مزدور کارډ به معرفي کوي، تنخوا به هر کال زیاتوي.

د پيپلز پارټۍ چيئرمېن اووېل چې غربت ختمولو بېنظير انکم سپورټ پروګرام به نوره هم ښه کړي، د هاري کارډ په ذريعه به کروندګرو ته ښه موقعې ورکړي او د فصل بيمه به ورکړي.
ده ووئيل چې هغه به د بېنظير ليبر كارډ په ذريعه كارګرانو ته د پنشن وركولو او ځوانانو ته د يوتھ كارډ وركولې شي۔

هغه زياته کړه، هر ښوونځي ته تلونکي ماشوم ته به د يوې ډوډۍ تر څنګ وړيا زده کړې ورکول کېږي او حامله مېرمنو او نوي زېږېدلو ماشومانو ته به د لومړيو زرو ورځو وظيفه ورکول کېږي.

بلاول بهټو په نوديرو کې د وينا پر مهال وويل چې په ملک کې څه روان دي د نفرت او شخصي دښمنۍ د سياست له امله غلط دي، پيپلز پارټۍ په جمهوريت او اتلسم ترميم باور لري.

Leave a reply