پر غزې د اسرائیلو وحشیانه بریدونه دوام لري، چې په ترڅ کې یې د ماشومانو په ګډون ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
پر غزې د اسرائیلو وحشیانه بریدونه دوام لري، چې په ترڅ کې یې د ماشومانو په ګډون ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
دعربي ميډيا له مخې اسرائيلي پوځ په رفح او شمالي رفح کې بريدونه ترسره کړي چې په نتيجه کې يې په رفح کې 7 او په شمالي رفح کې 5 فلسطينيان شهيدان شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.
له بلې خوا اسراييلي پوځ ادعا کړې، چې د غزې په مرکزي سيمه کې يې د مقزي د کډوالو پر کمپ بريد کړى، چې له امله يې د حماس درې جنګيالي وژل شوي، له ودانۍ څخه وسلې هم ترلاسه شوې دي، په ورته وخت کې د حماس دوه نور کسان د بم ايښودلو پر مهال وژل شوي دي.پر دې سربېره ملګري ملتونه وايي چې اسراييل د غزې په مرکزي او خان يونس کې خپل بريدونه زياتوي، په داسې حال کې چې د اسراييلي پوځ بمباري هلته د زرګونو ولسي وګړو لپاره ويجاړونکې پايلې لري.
ملګري ملتونه وايي، پر غزې د اسرائیلو پرله پسې بریدونه د سیمې روغتیايي سیستم له منځه وړي او غیر فعال دي.
له بلې خوا اسراییلي چارواکو ادعا کړې چې په غزه کې د خوراکي توکو کمښت نشته، سیمې ته په کافي اندازه مرستو رسولو ته اجازه ورکړل شوې، خو ملګرو ملتونو د اسراییلو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په سلو کې ۲۵ غزه اوس مهال له سختې خوارځواکۍ سره مخ ده او وضعیت ورځ په ورځ ډیر خطرناک کیږي.