د سردار داود خان پر روغتون برید د بریدګرو پر وژلو پای ته ورسېدۀ  

0
95

د سردار داود خان پر روغتون برید د بریدګرو پر وژلو پای ته ورسېدۀ  

ذبیح الله مجاهد وایي داعش ډلې غوښتل چې په روغتون کې ملکي خلک، ډاکتران او مریضان په نښه کړي، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي د ا.ا ځواکونو لخوا یو یو په نښه او له پښو وغورځول شول.

 

(2021 / 11 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

  په څلورسوه بستریز روغتون د داعشیانو برید د ۵ داعشیانو په وژلو سره ناکام شو.
ذبیح الله مجاهد وایي داعش ډلې غوښتل چې په روغتون کې ملکي خلک، ډاکتران او مریضان په نښه کړي، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي د ا.ا ځواکونو لخوا یو یو په نښه او له پښو وغورځول شول.

  نوموړی زیاتوي چې برید د پنځلسو دقیقو په منځ کې کابو کړل شو او داعشیان د روغتون په دروازه او صحن کې ووژل شول.

  د مجاهد په وینا د روغتون دننه چاته زیان ندی اوښتی، خو له روغتون څخه بهر ۳ ښځې ۱ ماشوم او ۳ تنه د ا.ا.ا ځواکونه وژل شوي او ۵ کسان نور ټپيان شوي دي.

Leave a reply