په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د دوند له امله ۳۵ پروازونه منسوخ شوي دي
باغی ټي وي ربورټ
په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د دوند له امله ۳۵ پروازونه ځڼډول شوي دي.
له جدې څخه ملتان، دوبۍ، سیالکوټ او له دوبۍ څخه لاهور ته څلور الوتنې په بدیل هوایی ډګرونو کې ښکته شوې.
له پېښور څخه جده، ریاض، مسقط، بحرین، دوحه، دوبۍ او ابوظهبي ته ۱۳ پروازونه لغوه شوي، د دوبۍ نه سیالکوټ پرواز EK 618 د دریم ځل لپاره له لینډینګ پرته بیرته دوبۍ ته راستون شو.
د روان کال په لومړۍ اوونۍ کې پاکستان ته ۲۶۰ الوتنې لغوه شوې او ګڼې الوتنې اغېزمنې شوې دي.
له جدې څخه ملتان ته د پي آی اې الوتنه لاهور ته واړول شوه، د دوبۍ سیالکوټ الوتنه EK 618 ښکته نه شوه، بیرته په دوبۍ کې ښکته شوه.
د دوبۍ څخه لاهور ته د PIA الوتنه PK204 په اسلام آباد کې ښکته شوه، د اسلام آباد څخه دوحه PK287، دوبۍ PK233، مسقط PK292 لغوه شوې.
له اسلام اباد څخه د PIA پرواز PK 144، ابوظهبي ته PK 262، له اسلام آباد څخه سکر PK 631 او د کراچۍ څخه 632 PF 123 لغوه شوي دي.
سیالکوټ دوبۍ PK 619، د پېښور مسقط PK 259 او 260 منسوخ شوي، د پېښور ابوظهبي PK 217، 218، دوحه PK 285 او 286 منسوخ شوي دي.