نن مولانا فضل الرحمان د کابل په سفر روانیږي،د اسلامي امارت سپریم لیډر سره به قندهار کښې لیدنه هم وکړي

نصیب شاه شینواري
د جمعیت علمای اسلام ف(JUI) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نن د افغانستان په سفر روانیږي، پایه تخت کابل کښې به مهمو افغان چارواکو سره لیدنه کوي .
د سرچینو مطابق افغان چارواکو سره د کالعدم ټي ټي پي سره مذاکرات په لومړۍ ایجنډا کښې دي چې نوموړې به ی د افغان چارواکو سره تر خبرو لاندې راولي.
اسلام آباد کښې خبریالانو سره خبرو کښې نوموړي اوویل چې هغه به د قندهار سفر هم وکړي او د اسلامی امارت سپریم لیډر شیخ هیبت الله اخونزاده سره به هم ځانګړې ملاقات وکړي او په مهمو موضوعاتو به ورسره خبرې اترې وکړي.
نوموړي اوویل چې د افغان لوړپوړه چارواکو په دعوت د کابل سفر کوي او په پایه تخت کابل کښې به د اسلامي امارت مهمو مشرانو سره هم لیدنه وکړي.
نوموړي په داسې وخت کښې د کابل سفر کوي چې د پاکستان وزارت خارجه څخه بیا بیا داسې بیانونه او غوښتنې خپرې شوي چې افغان چارواکي باید دا خبره یقیني کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد و نه کارول شي.
دسرچينو ترمخه نوموړی سره به دقومي اسمبلۍ پخوانى غړى مولانا جمال الدين محسود هم په دې سفر کښې ګډون وکړي.
بل خوا مولانا فضل الرحمان د جيو نيوز په جرګه پروګرام کښې د خبرو پر مهال اوویل چې د پاکستان حکومت له لوري افغانستان ته د سفر په اړه بشپړ واک لري.
نوموړي اوویل چې زه د ټي ټي پی سره د امن لپاره د مذاکراتو قائل یم خو له ټي ټي پي سره د خبرو اترو لپاره د ځمکني حقایقو له کتلو وروسته د یوې بشپړ تګلارې په لور مونږ وړاندې حرکت کولای شو.
ددې خبرې باید یادونه وشی چې د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په ۱۶مه په پاکستان کښې د افغانستان موقت سفير سردار احمد جان شکېب د جمعيت علما اسلام (جي يو آئی) له مشر مولانا فضل الرحمان سره کتنه کړې وه او هغه ته يې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.
دا خبره هم باید یاده شی چې په کال ۲۰۱۳ کښې ،کله چې د افغانستان اولس مشر حامد کرزۍ وو، مولانا فضل الرحمان د پایه تخت کابل سفر کړې وو او افغان اولس مشر سره ی لیدنه کړې وه.
دا خبره هم د یادونې ده چې د نن سبا د خیبر پښتونخواا په جنوبي ضلعو کښې د امن او امان وضع ډیره خرابه شوې ده، په دې سیمو کښې په امنیتي ځواکونو بریدونو کیږي،یو شمیر ځانمرګي بریدونه هم د پاکستان په امنیتي ځواکونو ترسره شوی چې مرګ ژوبله ی اړولې ده.
په ضم قبایلي سیمو کښې هم یو شمیر د ناامنۍ پیښې شوي دي او دوام لري چې پکښې ګنړ شمیر سرکاري او غیرسرکاري وګړي او مشران په نښه شوي دي.
مولانا فضل الرحمان د کابل دوره په داسې وخت کښې کوي چې د کابل او اسلام آباد ترمینځ دوه اړخیزه سوداګرۍ کچه هم ډیره کمه شوې ده، د پاکستان او افغانستان سوداګر په داسې وخت کښې غوښتنه کوي چې پاکستان او افغانستان تجارت باید وده وکړه او دواړه حکومتونه باید د تجارت په اړه ځانګړې پام وکړي او داسې پالیسۍ اعلان کړي چې د دواړو هیوادونو تجارت وده وکړي.
په تورخم پوله سوداګر بیا بیا غوښتنې کوي چې د تجارتي توکو آن لاین کلیرینس دې چټک کړې شي چې تجارتي ګاړي په کم وخت کښې په سرحد سفر وکړي، سوداګر وایی چې دې سره به د دواړو هیوادونو یو بل سره تجارت وده وکړي چې د دواړو هیوادونو په اقتصاد په ښه اثر وکړي.
…………..






