د پاکستان او چین سوداګریز دهلیز خنجراب لاره چې د ژمي له امله تړل شوې وه، د سه شنبې په ورځ د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ پرانیستل شوه
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او چین سوداګریز دهلیز خنجراب لاره چې د ژمي له امله تړل شوې وه، د سه شنبې په ورځ د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ پرانیستل شوه.
د نومبر په میاشت کې د چین او پاکستان سوداګریز دهلیز د ژمي له امله د پنځو میاشتو لپاره تړل شوی و.
د ګمرک سرچینو جیو نیوز ته وویل چې حکومت پریکړه کړې چې د سه شنبې په ورځ به په تجربوي توګه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خنجراب لاره د لسو ورځو لپاره پرانیزي.
د چارواکو په وینا د نړیوال ټرانزیټي تړون له مخې به د خنجراب له لارې بار وړونکي اورګاډي له پاکستان څخه د تاجکستان، قرغزستان او نورو هېوادونو له لارې چین ته او له چین څخه به د قراقرم د لویې لارې له لارې افغانستان ته ځي.