د لاهور هائي کورټ ملتان بينچ د پاکستان تحريک انصاف غړې زرتاج ګل د نامزدګۍ کاغذونو په اړه دائر درخواست مسترد کړے دے

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ ملتان بينچ د پاکستان تحريک انصاف غړې زرتاج ګل د نامزدګۍ کاغذونو په اړه دائر درخواست مسترد کړے دے۔
د هائي کورټ ملتان بنچ د پي ټي آئي غړې زرتاج ګل د نامزدګۍ کاغذونو کيس سماعت کړے دے۔
عدالت د زرتاج ګل د نامزدګۍ کاغذونو په اړه دائر درخواست مسترد کړے دے۔ جسټس محمد سرفراز ډوګر عدالت ته د زرتاج ګل د نه حاضرېدو درخواست رد کړ.
بل لوري ته دنامعلوم مقام څخه په جاري شوي يو بيان کې زرتاج ګل وئيلي دي چې زه په شخصي توگه دگرفتارۍ لپاره رابلل کيږي، زه به په هر فورم اپيل کوم.
ياده دي وي چي لاهور هائي کورټ د زرتاج ګل لخوا د آر او د نامزدګي کاغذونو باندي د اعتراض په جواب کښي خواست کړے شوي وو۔ ده د ډي جي خان حلقه اين اے 185 نه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو۔






