د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر حلیم عادل شیخ د عامو انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه رد کړل شوي دي.
باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر حلیم عادل شیخ د عامو انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه رد کړل شوي دي.
وياند حليم عادل وايي د پي ټي ائي مشر د کراچۍ په حلقه اين اے ٢٣٨ کې فارم جمع کړى و خو د اليکشن کميشن لخوا د هغه د نامزدګۍ کاغذونه رد شوي دي.
د حليم عادل شيخ وکيل وايي، ريټنګ افسر په لفظي ډول ويلي چې حليم عادل شيخ د مې د نهمې نېټې په پېښو تورن دی.
د وياند حليم عادل شيخ په وينا، د اليکشن کميشن فيصله غيرقانوني ده، مونږ به يې په عدالت کې چيلنج کوو، له عدالتونو څخه د انصاف هيله کوو.
ياده دي وي چي د فرورۍ په اتمه نيټه کيدونکي عام انتخاباتو لپاره د سياسي مشرانو لخوا جمع کړي شوي نامزدګي کاغذونو د چک کولو عمل به د دسمبر تر 30مه نيټه جاري وي۔
د ځینو اقلیتونو او ښځینه کاندیدانو د کاغذونو تفتیش به د دسمبر په 26 نیټه پیل شي. دا هم باید یادونه وشي چې حلیم عادل شیخ په درې نورو قضیو کې هم نیول شوی دی.
په دې وروستیو کې حلیم عادل شیخ د ۲۰۲۲ کال په مقدمه کې د فیروز آباد پولیس سټیشن کې نیول شوی وو، په داسې حال کې چې هغه د ملیر سټي پولیس سټیشن او نیو ټاون پولیس سټیشن کې درج شوي مقدمو کې هم نیول شوی وو.