باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کښې چې په هیواد کې عمومي ټاکنې نږدې کیږي، سیاسي هلې ځل جوړ جاړې هم خپل اوج ته رسیدلې.
د راپورونو له مخې د جمعیت علمای اسلام (ف) د پنجاب پارلماني بورډ یوه پلاوي په ملتان کې د پیپلز ګوند له مرستیال مشر یوسف رضا ګیلاني سره د هغه په کور کې وکتل.
د جے يو آئي ف وياند ترمخه په ملاقات كښې په پنجاب كښې د انتخابي اتحاد او د سيټ په سمون خبرې وشوې۔
د جمعيت علما اسلام (ف) وياند حافظ غضنفر عزيز ترمخه ملاقات كښې د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره هم رابطه كړې شوې۔
د جے يو آئي ف وياند وئيلي دي چي بلاول بهټو زرداري د پنجاب په حواله صوفي رضا ګيلاني ته مکمل اختيارات ورکړي دي۔
د دې نه علاوه په غونډه كښې د نورو اړخونو سره د رابطې او رابطو په جاري ساتلو هم اتفاق شوے۔










Leave a Reply