د پنجاب اليکشن کميشن د ترلاسه شوي نامزدګۍ کاغذونو تفصيلات جاري کړي دي

0
176

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب اليکشن کميشن د ترلاسه شوي نامزدګۍ کاغذونو تفصيلات جاري کړي دي۔

د الېکشن کمېشن وياند ترمخه د عامو او مخصوصو څوکيو لپاره 13 زره 823 د نامزدګۍ کاغذونه ترلاسه شوي چې پکښې د پنجاب جنرل سيټونو لپاره 3594 نارينه او 277 ښځو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي او جنرل سيټونو لپاره 8592 نارينه او 437 ښځو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي۔

د اليکشن کميشن وياند وئيلي دي چې قامي اسمبلۍ کښې د زنانو مخصوص سيټونو لپاره 195 کاغذونه د پنجاب نه راغلي وو او صوبائي اسمبلئ کښې د زنانو مخصوص سيټونو لپاره 601 کاغذونه جمع شوي دي۔
د وياند ترمخه پنجاب اسمبلۍ کښې د اقليتي مخصوصو څوکيو لپاره 118 نارينه او 9 ښځو خپل کاغذونه جمع کړي دي۔

ویاند وايي، د ټاکنو د مهال وېش له مخې به د رایو تفتیش د دسمبر تر ۳۰مې دوام وکړي.

Leave a reply