د راولپنډۍ ښار په ډمیال کې د تېلو د تصفیې په یوه اکمالاتي لاین کې چاودنه

0
77

باغی ټي وي رپورټ
د راولپنډۍ ښار په ډمیال کې د تېلو د تصفیې په یوه اکمالاتي لاین کې چاودنه له پنځو ساعتونو هڅو وروسته کنټرول شوه.

د راولپنډۍ په دميال سيمه کې د تېلو د ريفائنري په پايپ لاين کې چاودنه د جودريان په سيمه کې شوې، چاودنې اورلګېدنه پيل کړې چې يو کور يې هم سوځولی دی.

ریسکیو چارواکو د پېښې ځای ته رسېدلی او د څه د پاسه پنځه ساعته مبارزې وروسته یې اور تر کنټرول لاندې راوستی دی.

د راولپنډۍ کمشنر د تېل ريفائنري په سپلائي لائن کې د اور لګېدو علت د تېلو غلا وبلله او ويې ويل چې کور خالي و او د تېلو لاين له هماغه ځايه تېرېدل چې اور لګېدلی و.

بل خوا د اورلګېدنې په کور کې د موجود کس په وينا اور د اور لګېدنې له امله پيل شوى، چې د تېلو لاين له کور څخه درې فوټه لرې دى.

د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه نل ليکه د انګرېزانو د دورې ده، بايد له دې ځايه ووېستل شي، اړوندې ادارې دې له کتنې وروسته راشي.

Leave a reply